توضیحات
د نومبر د میاشتې ۲۰مه نېټه د ماشومانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ په ټوله نړۍ کې په داسې حال کې لمانځل کېږي چې په خیبر پښتونخوا کې شاوخوا ۷۰۰ زره ماشومان درانه کارونه کوي او له ۲ میلیونو زیات ماشومان زده کړې نه کوي. په دې اړه لا ډېر معلومات د اسلام ګل افریدي په رپوټ کې اورېدلی شئ.