توضیحات
د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د خپل قانون په ۱۷ ماده کې چې د تیرې اګسټ میاشتې په ۱۷مه نافذ او رسمي جرید کې خپور شو، د ژوندیو موجوداتو انځور او فلم اخېستل منع کړل. یاد وزارت ویلي، رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو په خپرېدو بندیز به ټول افغانستان کې په تدریجي توګه عملي کړي.